en_US
en
off
Mobile View
Desktop View
د افغانستان تازه میوی
6252

افغانستان کې د ميوې توليدډيرشوى


فغان چارواکي وايي ددغه هېواد د تازه ميوو توليد سږ کال په هېواد کې نژدې دوه برابره شوى دى .

دوى هيله لري چې بهر ته به د ميوو په صادرولو سره هېواد ته ډېره گټۀ ورسيږي .

خو افغان سوداگر بهر ته د خپلو ميو د صادرولو په اړه انديښنې لري .

تازه ميوه دافغانستان د صادراتي اقلامو په برخه کې مهم توکى دى چې وايي سږ کال يې په توليد کې د پام وړ زياتوالى راغلى .

دکابل په سوېل او شمال کې د انگورو او نورو تازه ميوو په سترو سترو باغونو کې نه يوازې انسان ميلې کوي بلکې دالوتونکو بازار هم پکې تود وي .

د انگور وپه دغو لويو او وړو باغونو کې تا کونه د زياتو انگورو د درلودلو له کبله په ځمکه سريښ شوي .

د کابل په سويل ٥٠ کيلومترۍ کې د لوگر د زرغون شهر کلى د زياتو او ښو انگور د درلودو لپاره مشهور دى .

دتېرو څو کلونو وچکاليو په دغه پراخ کلي کې د انگورو ډېر باغونه سپيره کړل خو سږ کال يې يو ځل بيا د سوداگروسترگې په ځان پوري مښلولي دي .

زه هم په دغه کلي کې يو باغ ته ور دننه شوم او له بزگر عبدالقيوم څخه مې په داسې حال کې دڅو انگورود خرڅېدو او څرنگوالي په اړه څو پوښتنې وکړې چې د تاکونو په منځ کې يې انگور له بوټو پاکول .

ده وويل تېر کال يې انگور خرڅ نشول او سږ کال هم دغه ډول اندېښنې ور سره دي:

(( شل تر ٢٥ خر واره انگور لرم بيه يې هم ارزانه ده . له دولته غوښتنه کوو چې دغو ته يو چاره ولټوي )).

دغه شکا يتونه او اندېښنې يو شمير نورو هم درلودې چې سږ کال به يو ځل بيا ددوى انگور او نورې ميوې خر څې نشي .

د تازه ميوو د صادراتو په برخه کې امنيت ، د بازار کموالى او د ميوو د توليد ډېروالى هغه ستونزې بلل کيږي چې د ميوو دتوليدونکو او صادرونکو لپاره يې خنډونه او اندېښنې را پيدا کړي دي .

يو سوداگر نجابت حيدري هم دا اندېښنه لري او په دې ډگر کې له دولته د نويو بازارونو د موندلو غوښتنه کوي .

په شمالي کې چې د انگور و د توليد يو ستر مر کز بلل کيږي يو بزگر فتح محمد وايي سږ کال ددوى په سيمه کې هم انگور او نوره تازه ميوه زياته ده خو د بيې د کموالي او د بازار له محدود والي سرټکوي .

(( بيه يې اوس کمه ده . يو خروار يې په ٧ زره کلدارې دي .دوه منه يې ١٧٥ روپى خرڅيږي ، خو دکابل او افغانستان بازارونه يې نشي حل کولى .ميوې زياتې دي اخيستونکي يې کم دي .

زموږ ميوې پاکستان هم نشي اخيستى ، موږ له دولته غوښتنه کوو چې نورو هېوادونو ته دې وليږدوي .))

د ميوو باغ لرونکي داسې انگيري چې که دولت ددوى ميوې نورو هېوادونو ته وليږدوي بيې به يې لوړې او نيغه گټه به يې دوى ته ورسيږي .

دافغانستان د صادراتو د پرا ختيا د ادارې مشر سليمان فاطمې وايي سږ کال يې يوه اندازه بازار موندنه کړې او ان عربي هېوادونو ته يې دافغانستان د بانډو تازه ميوې صادر کړي او هڅه کوي چې افغاني انگور هم عربي بازارونو ته وليږدوي .

ښاغلى فاطمي وايي په ځېنو برخو کې د تازه ميوو په توليداتو کې تر ٥٠ په سلو کې زيات والى را غلى.

دده په وينا دا به دافغانستان د صادراتو په کچې کې د پام وړ زياتوالى را ولي .

د تازه ميوو دتوليد دزياتوالي له کبله دا مهال دافغانستان ټول بازارونه په کورنيو تازه ميو و ډک دي چې بيې يې هم د بزگرو په باور ارزانه دي .

تازه ميوو سوداگر نجابت حيدري هم د ميوو د توليداتو د فوق العاده زياتوالي خبره کوي .

خو د سوداگرو له خوا د تازه ميوو د صادرولو په برخه کې يو لړ ستونزو ته گوته نيسې چې د ښاغلي حيدري په باور د افغانستان په صادراتو منفي اغيز شيندي .

په دې برخه کې د لويو لارو پر سر د پوليسو څخه سر ټکوي چې په وينا يې ددوى د صادرونکو ميوو له موټرو په غير قانوني توگه پيسې اخلي او دغه چاره د ميوو په نرخ ناوړه اغيز کوي.

تر دې وړاندې لا دافغانستان د کورنيو چارو وزار ت د همدې ډول سر ټکونو پر بنسټ د لويو لارو ساتونکو پوليسو پوستې لېرې کړي او ددغه وزارت وياند زمرى بشري وايي بيا دوى ته دغه ډول شکا يتونه نه دي رسيدلي .

(( که کوم شکايت وي نو موږ دې خبر کړي . غم به يې وخوړل شي .))

بلخوا د تازه ميوو سوداگر حېدري د تازه ميوو دصادراتو په وړاندې پرپوليسو سر بېره ښارواليو ته هم گوته نيسي چې د ميوو له موټرو په هر ولايت کې ډېرې پيسې اخلي .

(( له کندوزه تر تورخمه په هر ولايت کې د ښاروالۍ په نوم دوه تر ٣ زره افغانۍ له هر موټره اخلي .))

په دې کې د کابل ښاروالي هم راځي چې مرستيال يې خوا خوږى غرزى دا خبره نه مني چې د ښاري خدماتو د تر سره کولو په نو م د تازه ميوو له موټرو دومره زياتې پيسې اخيستل کيږي .

(( موږ له ٢ تر ٤ سوه افغانيو له هر هغه موټه اخلو چې ښار ته را دننه کيږي موږ څارنه کوو اضافه پيسې څوک نه اخلي . ))

لکه چې ښکاري له څو کلونو را پديخوا پا کستان دافغانستان د تازه ميوو د صادراتو مهم بازار او د ترانزېټ لاره ده چې ډېر کله افغان غاړه د پا کستان څخه سر ټکوي چې ددوى د صادراتي توکو د ليږد پر وړاندې يو لړ ستونزې پيښوي .

په دې برخه کې سوداگر حيدري هند ته دافغانستان د ميوو د ليږد په برخه کې د پاکستان لخوا ترانسپورتي ستونزې ته گوته نيسي .

(( د تازه ميوو موټر په پاکستاني پولو کې خالي او نورو ته باريږي چې دا پخپله ميوې خرا بوي .))

تردې وړاندې هم افغان سوداگرو د صادراتو او وارداتو په برخه کې ترانسپورتي او ترانزيټي ستونزې درلودې .

دافغانستان د ترانسپورت مر ستيال وزير نصير احمد انصاف په دې برخه کې د پاکستاني چارواکو وروستۍ خبرې يادوي چې دتازه ميوو د ليږد په برخه کې پاکستان دغه ستونزې له منځه وړي .

دافغانستان د تازه ميوو د صادرولو بله مهمه ستونزه داده چې د باغونو څخه د را ويستلو سره سم بايد ژر تر ژره بازار ته ورسول شي که نه خرا بيږي .

د اوږ مهال لپاره د تازه ميوو ساتل او پر ښه بيه يې بازار ته وړاندې کول يخ خونو ته اړتيا لري چې افغان چارواکي يې د جوړولو په لټه کې دي خو دغه کار د ډيرو پيسو او امکاناتو په درلودلو پورې تړي .

 

افغان مېوې او له کاونډيانو سره ترانزيتي ستونزې


د افغانستان سوداګرۍ خونه وايي پاکستان د پخوا په پرتله د افغانستان پر تازه میوو لګول شوې مالیه ان تر درې نیم برابره پورته کړې، چې له کبله یې افغان بڼوالو ته درانه زیانونه اوښتي دي.

خو د پاکستان د خیبر پښتونخوا ايالت د سوداګرۍ خونې یو چارواکي ویلي دا چې افغانستان منځنۍ اسیا ته د پاکستان د سوداګرۍ په مخکې خنډونه جوړ کړي، نو په ځواب کې يې پاکستان هم پریکړه کړې چې د افغان سوداګرو له یوې کیلو تازه میوې به ۴۰ کلدارې مالیه اخلي.

مصطفی سالک په خپل راپور کې کاږي دا چې په افغانستان کې سړې خونې نشته، نو میوه له شکولو وروسته بايد وخوړل شي او یا ژر تر ژره د سوداګرۍ په موخه په خوندي ډول نورو هیوادونو او سیمو ته واستول شي.

د اړوندو بنسټونو د اټکلونو له مخه سږکال پریمانه میوې شوي چې کچه یې د څو تیرو کلونو په پرتله لوړه ده.

بڼوال وايي ځکه یې په بڼونو کې پخې میوې راځونډې دي چې اخستونکي سوداګر نشته.

په غزني کې یو بڼوال وايي: ''والله پلور نشته من، من یې بازار کې پلورو، سوداګر نه راځي وايي پاکستان مالیه لوړه کړې، تیر کال مڼې ښې وپلورل شوی، خو سږکال کوټه کوټه پرتې دي.''


دا یوه بیلګه وه، ګڼو نورو بڼوالو خپلې میوې ټولې کړي او د هیواد ښارونو ته یې د پلور په موخه استولي دي.

کابل کې د ميوو پلورونکي وايي، د تیرو کلونو په پرتله تازه میوه ارزانه پلوري، خو په وینا یې سږکال که میوه ارزانه ده تر څنګ يې د خلکو د اخستو توان کمزوری دی.

کریم الله د کابل د ګلدرې ولسوالۍ اوسیدونکی دی او د میوې په یوه بازار کې انګور او مڼې پلوري.

دی وايي: ''سږکال بازارونه ښه نه دي تیر کال مو یو پاکټ مڼې ان په ۵۰۰ افغانیو پلورلې ه سږکال یې څوک په ۲۰۰ هم نه اخلي. همدا راز تیر کال یو کارتن حسیني انګور په ۵۰۰ افغانیو پلورل کیدل سږنۍ بیه یې ۲۰۰ افغانۍ ده، بله خبره دا ده چې خلک د کمزوري اقتصاد له امله ميوه نه اخلي.''

دغو ستونزو ته په کتو د افغانستان سوداګرۍ خونې مرستیال خان جان الکوزی وايي سږ کال د ميوو حاصلات ښه و، خو بازار يې نه درلود:

ښاغلي الکوزي پاکستان تورن کړ چې ګواکې له یوې خوا یې ترانزیتي ستونزې ولاړې کړي چې د افغانستان تازه میوه د هغه هیواد د واګې بندر له لارې هند ته و نه لیږدول شي او له بلې خوا پاکستان پر افغان میوو خپله مالیه نژدې درې نیم برابره پورته کړې ده.


افغانستان هر کال د شاوخوا ۲۰۰ میلونو ډالرو په ارزښت میوه صادروي.

د دغه هیواد سوداګرۍ خونه وايي پاکستان په ټوله کې هر کال نژدې درې میلیارده ډالر د افغان ترانزیت له لارې تر لاسه کول، خو په وینا یې اوس دا پیسې د یران، ترکمنستان او تاجکستان جیبونو ته روانې دي.

د خیبر پښتونخوا سوداګرۍ خونه هم مني چې په تیرو شپږو میاشتو کې پاک- افغان سوداګري ۴۰ سلنه ښکته شوې ده.

پاکستان تیره اوونۍ په تورخم کې د افغان سوداګرو د تازه ميوو ۳۰۰ لارۍ د یوې اوونۍ لپاره درولې وې.

د دواړو غاړو سوداګر وايي که کابل او اسلام اباد د سوداګرو ترانزیتي ستونزې هوارې نه کړي د کلونو کلونو اوږده سوداګري به نژدې ختمه شي.


اکستان په ترانزیت کې ستونزه جوړوي چې خپل د واګې له بنده هند ته میوه و نه لیږو.،په پاکستان کې یو کیلو انګور په یو ډالر پلورو، خو که هند ته یې ورسوو یو کیلو په څلور ډالره پلورل کېږي. پاکستان له یو ټن میوې ۲۰۰۰ یا ۲۵۰۰ کلدارې محصول اخيست چې په یو ځل یې ۷۰۰۰ ته ورساوه.''

خو د پاکستان د خیبر پښتونخوا ايالت د سوداګرۍ خونې یو چارواکي وویل چې ګواکې افغانستان د پاکستان د منځنۍ اسيا د سوداګرۍ په مخ کې خنډونه جوړل، نو په ځواب کې یې پاکستان هم ورته کړنه تر سره کړه او د افغانستان د تازه میوې پر یوه کیلو یې ۴۰ کلدارې مالیه وټاکله:

''موږ چې منځنۍ اسیا ته سوداګري کوو، د افغانستان له خوا راته ستونزې دي،۱۰۰ ډالره یې راباندې د کمپیوټري تلې راوستل ۱۰۰ یې نور د لارۍ پر سر وټاکل، جواز هم په ګرانه راکوي، یو افغان هم باید له ځان سره شریک کړو. کله چې افغانستان دا ګام پورته کړ نو له دې اړخه د پاکستان حکومت د افغان سوداګرو د میوې پر هر کیلو ۴۰ کلدارې محصول وټاکه.''

خود افغانستان د سوداګرۍ خونې مرستیال خان جان الکوزی وايي که پاکستان افغان سوداګرو ته ستونزې جوړې کړي، خو د ایران له لارې هالنډ، جرمني، فرانسې، ایټالیې، یو شمیر نورو اروپايي هیوادونو اوهمدا راز متحد عرب اماراتو، سعودي قطراو نورو هېوادو ته د تازه میوو استول روان دي.

دی وايي بل پلو دننه په افغانستان کې د جوسو تر لسو ډیرې کارخانې جوړې شوي، چې د افغان بڼوالو یوه ډیره اندازه میوه پیري.