en_US
en
off
Mobile View
Desktop View
صادرات
4092


تاند- د افغانستان حکومت پاکستان ته خبرداری ورکړی چې د افغانستان، پاکستان، تاجکستان، د سوداګرۍ او ترانزیت (PATTTA) موافقه ژر تر ژره عملي کړي

د دې موافقې اجرا افغانستان ته د واګې- اتاري پولې له لارې د هند بازارونو ته د رسېدو امکان برابروي

د انډیا بیزنس د راپور له مخې، یوه چګپوړي افغان چارواکي د نوم د نه ښودلو په شرط دې ورځپاڼې ته وویل:«موږ اوس د پاکستان حکومت ته خبرداری ورکړی چې که دوی غواړي د تاجکستان د پولو له لارې د منځنۍ اسیا هیوادونو ته صادرات وکړي، پاکستان هم باید موږ پرېږدي چې د واګې – اتاري بندر له لارې راکړه ورکړه وکړو.»

ټاکل شوې ده چې دواړه هیوادونه راتلونکې اوونۍ د (PATTTA) موافقې د اجرا په اړه نهايي خبرې وکړي

په دې اړه لومړی پلا د هند د سوداګرۍ او صنایعو پخواني وزیر اناند شرما خپل پاکستاني ساري مخدوم امین فهیم ته په ۲۰۱۲ م کال وړاندیز وکړ. وروسته د نریندرا مودي په مشرۍ د هند اوسني حکومت د دې وړاندیز کلک ملاتړ وکړ

د افغانستان او هند ترمنځ د سوداګري راکړو ورکړو اوسنۍ اندازه په کال کې (۲۰۱۴- ۲۰۱۵) کې تر ۶۹۴ ملیون ډالرو اوړي. دا په داسي حال کې ده چې پ

افغانستان، منځنۍ اسیا ته د پاکستان صادرات د هند او افغانستان له راکړو ورکړو سره مشروط کړ

د پاکستان د خرونو د پوستکو صادرات زیات شوي د

 پاکستان مالیې وزیر اسحاق ډار ویلي دي، چې د دغه هېواد د خرونو د پوستکو صادرات لوړ شوي او دوی غواړي چې په دغو صادراتو بندیز ولګوي

داسې ویل شوي چې تېر کال د پاکستان څخه د خرونو ۷۰۰۰۰ پوستکي نورو هېوادونو ته صادر شوي دي چې سږ کال یې د خرونو د پوستکو شمېر تر ۱۵۰۰۰۰ څخه پورته شوي دي

په پاکستان کې د خره د یوه پوستکي منځنۍ بیه ۱۱۵۰۰ پاکستانۍ کلدارې ده

چین، وېتنام او تایلېنډ د پاکستاني خرو د پوستکو لوی واردوونکي هېوادونه دي

د یوې شوې سروې له مخې په تېرو پنځو کلونو کې، په پاکستان کې د خرونو شمېر له ۴.۵ مېلیونو څخه پنځه مېلیونو ته لوړ شوی او هر کال په دغه هېواد کې تر سل زره زیات خره پیدا کېږي

اړوند مطالب

ایران وايي، افغانستان او عراق ته یې د برېښنا صادرات زیات کړي  افغانستان، منځنۍ اسیا ته د پاکستان صادرات د هند او افغانستان له راکړو ورکړو سره مشروط کړل  پاکستان د نورو مهاجرو د مخنیوي لپاره پر افغان کډوالو فشار زیات کړی  رستم شاه مومند: ټرمپ به د افغانستان په خاطر پر پاکستان فشار زیات کړي

ایران افغانستان ته خپل صادرات تر ۲ نیم ملیارد ډالرو پوري زیاتو

یران غواړي افغانستان ته د خپلو صادراتو کچه په بې ساري توګه لوړه کړي

دغه ګام پر داسي مهال پورته کیږي چې پر اسلامي جمهوریت د امریکا، عربي ټولني او یو شمیر اروپايي ملکونو بندیزونه سبب شوي چې نه یوازي د ایران واکمن حکومت بلکې په ټوله کې ایرانی ولس له سختو اقتصادي ننګونو سره مخامخ شي

د ایران د خراسان رضوي یوه عالي رتبه حکومتي چارواکي رضا جمشیدي ویلي چې د روان ۱۳۹۳ کال تر پایه پوري به ایران هڅه وکړي چې افغانستان ته د خپلو صادراتو کچه نږدې دوه نیم ملیارده ډالرو ته ورسوي

ده ویلي چې د خراسان رضوي ولایت د ټولو صادارتو ۴۰ سلنه افغانستان ته کیږي

د ایران دولت شمیرې ښيي چې د روان کال په اوو میاشتو کې یوازي له خرسان رضوي څخه ۳۳۴۰۰۰ ټنه بیلا بیل صادارتي توکي افغانستان ته استول شوي چې ارزښت یې یو ملیارد امریکايي ډالرو ته رسیږي

د ایران حکومت وايي، په دې کار کوي چې بندري سوداګریزو بازارګیو ته وده ورکړي او په دغه لړ کې له افغانستان سره په پوله د نهبندان په ښارګوټي کې هم د یوه ورته لوی بازار د جوړولو تکل لري

افغانستان اکثره شیان له ګاونډیو هیوادونو واردوي

له ایران سره د سوداګرۍ کچه له چین او پاکستان وروسته په افغان سوداګرۍ کې دریم ځای لري

د ایران د ولسمشر لومړي مرستیال د معاون سید ابوالافضل رضوي هم ویلي چې د سرحدي بازارونو جوړونه به په را روان ۱۳۹۴ کال کې له افغانستان سره د دوی د سوداګرۍ کچه نوره هم پراخه کړي او دا کار به د دواړو ملکونو په اړیکو کې لا ښه رول ولوبوي

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګرۍ اندازه په بې ساري ډول زیاته شوې ده

اوس مهال د افغانستان او ایران سوداګري د کال تر څلور ملیارد ډالرو اوښتې ده

د ایران د بهرنیو چارو وزارت همدا راز ویلي چې ایران د افغانستان په ګډون له ګاونډیو هېوادونو سره د دوه اړخیزو همکاریو د زیاتولو اراده لري

خو افغان سوداگر وايي چې له کومه راهيسې، پر ايراني بانکونونو نړيوال بنديزونه لگول شوي، افغان سوداگر نه شي کولاى چې هغه هېواد ته په قانوني ډول د سوداگرۍ لپاره پيسې وليږي

افغان سوداگر وايي چې په قانوني ډول دا چاره تر سره کيدى نه شي او که څوک يې په ناقانونه ډول د ليږدولو هڅه وکړي له پيسو سره يو ځاى د ايراني پوليسو له خوا نيول کيږي او نورې سرخوږونکې دوسيې ورته پرانستل کيږي

اړوند مطالب

ایران له افغانستان سره په سوداګري راکړه ورکړه کې د پاکستان ځای ونیوه  سیګار: د افغانستان کالني صادرات تر ۳ ملیارد ډالرو اوړي  د افغانستان او ایران راکړه ورکړه په ۱۱ میاشتو کې تر ۲ نیم ملیارد ډالرو واوښت  د افغانستان او ایران د سوداګري راکړو ورکړو ارزښت تر ۴ ملیارد ډالرو اوړي