en_US
en
off
Mobile View
Desktop View
عمومی خبرونه
4691

پسته یکی از میوه های است که درخت آن از زمان های بسیار قدیم در نقاط مختلف جهان پرورش یافته و محققین تاریخ استفاده از میوه پسته را هفت هزار سال قبل می دانند. در افغانستان نیز نظر به تحقیقاتی که صورت گرفته است، درخت پسته دارای قدامت زیاد می باشد که بیشتر جنگلات پسته در دامنهء کوه ها بشکل طبیعی آن موجود است و اما درختان پسته در جا جاهی بطور باغی آن کشت هم می شود.

د بادامو ونه چې اته متره اوږدوالی لري له مخکې زمانو څخه په لویدځه اسیا په ځانگړې توگه افغانستان، ایران، سورییې او فلسطین کې روزل کیږي، د بادام د ونې ریښه ډيره قوي وي، دا ونه کولای شي په ډير کم لوندوالي (نم) کې هم رشد وکړي، پاڼې یې بیضوي شکل لرې او د پاڼې سر یې تیره وي. گل یې ډير ښکلی او ښه رنگ لري. د پسرلي په لومړیو کې یې نښې را څرگندیږي.

پخواني طالب چارواکي او شنونکي: وروستي درې ورځني اوربند تر حکومت طالبانو ته ډېره ګټه وکړه

د اختر په ورځو کې د طالبانو اوربند د دوی اتحاد ثابت کړ او  نړیوالو ته يې خپل قوت او یووالی ور وښود

طالبانو اوربند ځکه پای ته ورساوه، چې لیکې یې ونه پاشل شي او د سولې په برخه کې ډېر امتیازات ترلاسه کړي( د ملي شورا غړي)

کابل – د وسله والو طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د اختر په ورځو کې له موقتي اوربند وروسته طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره اوربند پای ته ورساوه او خپلو جنګیالیو ته یې امر وکړ، چې پر افغان او بهرنیو ځواکونو خپل بریدونه بېرته پیل کړي

دې ډلې په خپله اعلامیه کې ټینګار کړی، چې په افغانستان کې شل ډلې نه جنګېږي، بلکې یوه ډله جنګېږي او اوربند وښوده، چې روانه جګړه د طالبانو په واک او اختیار کې ده

د چارو شنونکي او پخواني طالب چارواکي وايي، چې اوربند تر ډېره د طالبانو قوت او موجودیت وښود او په څو ساعتونو کې د کابل تر دروازو را ورسېدل. د دوی په خبره، دغه اوربند تر ډېره د حکومت په پرتله د طالبانو په ګټه تمام شو ځکه په خبره یې چې طالبانو په دغه موده کې نړیوالو ته خپل قدرت او اتحاد وروښود

د شنونکو په باور، د طالبانو د قدرت نمایش او د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیې کې خبرو اترو ته د واشنګټن انعطاف پذیري ښيي، چې سپینه ماڼۍ غواړي له طالبانو سره مخامخ خبرو اترو ته لاره پرانیزي

پخوانی طالب چارواکی سیداکبر آغا هم په دې باور دی، چې د طالبانو په شمول د افغانستان اکثریت خلک له افغانستان نه د بهرنیو ځواکونو وتل غواړي او له حکومت سره هېڅ ډول پټ مذاکرات نشته، خو پر امریکا غږ کوي، چې له طالبانو سره مخامخ خبرو ته حاضر شي

خو په ورته وخت کې د ولسي جرګې یو شمیر غړي په دې باور دي، چې طالبان د اوربند په غځېدو سره خپل نظامي توان له لاسه ور کوي او له همدې امله یې د سیاسي امتیازاتو لپاره د نظامي فشار پر ډېرولو تمرکز کړی دی

شنونکي دا هم وايي چې د طالبانو او افغان دولت ترمنځ د اوربند څرنګتیا او د دې ډلې اعلامیه ښيي، چې د دغه اوربند تر شا د متحده ایالاتو او پاکستان لاس دی او ښايي له دې اوربند وروسته واشنګټن له طالبانو سره مخامخ خبرو ته حاضر شي

مسکو: روسیه د افغان حکومت لخوا د اوربند د غځېدو هرکلی کوي

د افغان حکومت دا نوښت په افغان خاوره کې د ورور وژنې د پای ته رسولو، د سوله ییزو خبرو پيل او ملي پخلاینې بهیر ته لار پرانیزي

مسکو – روسیې د افغان حکومت له خوا د اوربند د مودې غځول ستایلي او هیله یې ښودلې ده چې دا اوربند په افغان خاوره کې “ورور وژنه” ختمه کړي

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت لخوا په خپره شوې اعلاميه کې راغلي: “دا مهمه ده چې په اوربند کې لکه د داعش د خراسان او نورې نړیوالې تروریستې ډلې شاملې نه دي

په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د کابل دا نوښت په افغان خاوره کې د ورور وژنې، جنګ ختمولو، د سوله ییزو خبرو پيل او ملي پخلاینې بهیر ته لار پرانیزي

دا په داسې حال کې ده ولسمشر غني د یکشنبې په ورځ له طالبانو سره اوربند د لسو نورو ورځو لپاره هم وغځاوه. خو طالبانو د غني تر اعلان څو ساعته مخکې وویل چې د دوی اوربند ختم شوی او بېرته به خپل بریدونه پیل کړي

د یادولو ده چې په اختر کې د اوربند پر مهال زرګونه طالبان ښارونو ته راغلل له افغان امنیتي ځواکونو او عامو خلکو سره یې انځورونه واخیستل او یو بل ته یې د اختر مبارکۍ ورکړې

د هلمندي ځوانانو د سولې کاروان تر ۷۰۰ کیلومتره پلي تګ وروسته کابل ته ورسېد

د دغه ولسي خوځښت غړو پرېکړه کړې چې په کابل کې د ملګرو ملتونو د دفتر تر څنګ د امريکا، روسيې، ايران او پاکستان د سفارتونو مخې ته ولاړ شي او يوه اونۍ هلته پرلت وکړي

کابل – د هلمندي ځوانانو د سوله غوښتونکو کاروان تر ۳۶ ورځني پلي مزله او ۷۰۰ کیلومتره واټن وهلو وروسته پرون سهار کابل ته رسېدلی دی

د دغه اوه کسیز سوله ییز خوځښت لومړی له هلمنده پیل شو چې اوس یې د غړو شمېر تر ۱۰۰ رسېدلی دی

د سولې د ولسي حرکت غړو پرون په کابل کې تر غونډې وروسته پرېکړه کړې چې د یو شمېر هېوادونو د سفارتونو په مخ کې به د اعتراض په توګه خېمې ووهي او له هغوی به وغواړي چې په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو او د سولې د هڅو جدي ملاتړ وکړي

دوی د امريکا، روسيې، پاکستان، ايران او په افغانستان کې د مېشتو هېوادونو له خلکو وغوښتل چې د خپلو حکومتونو مخه ځکه ونيسي چې هغوی په افغانستان کې د ناامنيو لامل شوي دي

دغه کاروان لکه څنګه چې د لارو په اوږدو کې په هر ولايت کې د خلکو له تاوده هرکلي سره مخامخ کېدل، په کابل کې يې هم خلکو او مدني فعالانو هرکلى وکړ

د ياد ولسي حرکت مشر اقبال خيبر په کابل کې جوړې شوې غونډې ته وويل چې دوی د سولې له پيغام سره کابل ته راغلي، له ښکېلو ډلو دايمي اوربند او له نړيوالې ټولې غواړي چې په افغانستان کې د سولې د ټينګښت لپاره کار وکړي

د غونډې په پای کې پنځه ډلې وګومارل شوې تر څو په کابل کې د ملګرو ملتونو دفتر تر څنګ د امريکا، روسيې، ايران او پاکستان د سفارتونو مخې ته ولاړ شي، يوه اونۍ دې هلته پرلت وکړي او د افغانستان د مظلوم ولس دغه پيغام دې له دې لارې د دغو هېوادونو ولسونو ته ورسوي. دغه ټيمونه به نن لس بجې يادو سيمو ته واستول شي

يادو کسانو د “ژوند چې مو بدرنګ دی- جنګ دی، جنګ دی”،”موږ سوله غواړو”، “جنګ بس دی”، “د اوربند اوږدېدل غواړو” او “يو مو زړه بل مو ځيګر دی، طالب دی که عسکر دی” شعارونه بدرګه کول او په هېواد کې يې د تلپاتې سولې او اوربند غوښتنه کو