en_US
en
off
Mobile View
Desktop View
د افغانستان صادرات او واردات
3172

صادرات يو ميلياردو پنځه سوه ميلونه ډالره، واردات شپږ ميليارده ډالره.

 سوداګرۍ او صنايعو وزارت مقامات وايي چې په ٢٠١٢ ميلادي کال کې د افغانستان صادرات يو زرو پنځه سوو ميليونو ډالروته رسيږي، په داسې حال کې چې دهيواد واردات ٤ ميلياردو ډالروته رسيږي.
دباختر آژانس دخبر له مخې: داپه داسې حال کې ده چې د اقتصادي چارو کارپوهان په دې باور دي چې افغانستان په ٢٠١٢ ميلادي کال کې ډېر زيات واردات لرل.
دوى وايي چې افغانستان په ٢٠١٢ کال کې څه دپاسه شپږ مليارده ډالره واردات لرل او افغانستان د خپلې اړتيا وړ زياتره مالونه له پاکستان څخه وارد کړی دی.
په داسې حال کې چې افغانستان له اقتصادي پلوه په ځانې د ډډې لګولو لپاره زيات امکانات لري، خو له دغو امکاناتو څخه کمه استفاده شوې ده.
يو شمېرکارپوهان وايي چې دافغانسان حکومت يو مشخصه اقتصادي او سياسي پاليسي نه لري او نن ورځ زياتو امکاناتو له شتون سره سره، بريښنا له بهرنيو هيوادونو څخه واردوي؛ په داسې حال کې چې دسمنټو دتوليد لپاره امکانات شته، افغانستان له پاکستان څخه د سمنټو په ډېر ستر واردونکى بدل شوى دى.
په همدې ترتيب سره له دې چې افغانستان دګازلرونکو نوشابو او د ميووو اوبو په توليد او لګښت کې په خپلو پښو دريدلى دى، خو له بهر څخه يې واردات شته او نورې خبرې .
داقتصادي چارو کاپوه آذرخش حافظي په دولت تورلګوي چې په اقتصادي بحران کې دى او په دې نه دى بريالى شوى چې داقتصادي تګلورې دټاکنې په مقصد يو ملي لارښود تدوين کړي. دغه اقتصادي کارپوه ټينګار کوي چې د افغانستان صادرات يوزرو پنځه سوه ميلونه ډالروته رسيږي، په داسې حال کې چې واردات يې شپږ ميليارده ډالره دى.
حافظى وايي چې دافغانستان خلک دکانونو له پلوه بډاى هيواد په واک کې لري؛ په داسې حال کې چې په خزانې ناست دي، له بې وزلى سره مخامخ دي.
دهيواد دپارلمان يوغړى چې نه غواړي نوم يې واخيستل شي؛ وايي: دا مناسبه نه ده چې زموږ تولې ستونزې په دولت پورې اړوندې وبولو. په دې کې شک نشته چې په اقتصادي مرکزونوکې د مديريت او ظرفيت نشتوالې د افغانستان خلکو ته ستونزې پيداکوي، خو دا هم يو حقيقت دى چې بهرنيان خپل پروګرامونه له خپلو ستراتيژيکي سياستونو او پالسي سره سم، وضح کوي.
د انرژي او اوبو وزارت د بريښنا او د اوبو د بندونو د جوړولو لپاره هر اړخيز پروګرامونه لري؛ خو هيڅکله مرستې د هغوى په واک کې نه دى ورکړى شوي، بلکې پلمې جوړونې او د ستونزو پيداکول شتون لري. داچې موږ بريښنا له بهر څخه وارده کړو په خپله يو بهرني سياست دى .
په دې ترتيب مرستندوى هيوادونه غواړي يوه اندازه پيسې د منځي آسيا په هيوادونو پورې اړه پيداکړي . دا د ستونزو د پيداکولو او د پيداکولو د نشتوالې يوه برخه ده .
دپارلمان دغه غړى دهيوادکاني زيرموته په اشارې سره زياته کړه: لويديځ هيوادونه په هيواد کې سترو کاني زيرمو د شتون خبرې کوي، خو هيڅکله يې دخپلو څيړنو او د سروې نتيجې او څيړنيز سندونه د اړونده افغان مرکز په واک نه دي ورکړي چې له هغو څخه استفاده وشي.
دا دافغانستان په دولت او خلکو پورې اړه پيدا کوي چې په کومو تدبيرونو او پروګرامونو سره کولى شي له دغې تړلتيا او ناخوالو څخه ځان وژغوري.
په داسې حال کې چې اقتصادي کارپوهان د اقتصادي پروګرامونو په لاره کې د دولت په کړنو نيوکې کوي او افغانستان دپاکستان لپاره ډېر ستر مستهلک هيواد بولي؛ افغان مقامات نورې خبرې لري.
دافغانستان د سوادګري او صنايعو د خونو مرستيال خانجان الکوزى په دې
اړوند دباختر آژانس خبريال ته وويل: په هيواد کې دصادراتو کموالې يوه اقتصادي نښه ده، نه يو اقتصادي ناتار.
الکوزى زياته کړه: دشپږوميلياردو ډالرو واردات يو رسمي شمېر دى چې د احصائيې دمرکزي ادارې له خوا وړاندې شوى دى .
په داسې حال کې چې غير رسمي شميرنې ښيي چې صادرات څه دپاسه يو ميلياردو دوه سوو ميليونو ډالروته رسيږي؛ دشپږو ميلياردو ډالرو واردات هغه شمير چې د احصائيې مرکزي ادارې له ګمرکاتو څخه ترلاسه کړى دى.
دسنګاپور په شان په نړۍ کې داسې هيوادونه شته چې هيڅ صادرات نه لري ، خو پرمختللي اقتصاد لري. که چيرې زموږ خصوصي سکتور له دولت سره په همکارى کې وکولاى شي د وارداتو او صاداراتو ترمنځ يو پولي بيلانس ټينګ کړي؛ يو ښه کار دى، خو د وارداتو او صادراتو ترمنح د ارقامو توپير يوه اقتصادي تشه ده، نه اقتصادي ناتار.
د سوداګرۍ او صنايعو وزارت ويندوى وحيدالله غازي خيل په دې اړوند باختراژانس ته وويل: زموږ صادرات په کال کې څه دپاسه يوزرو پنځه سوه مليونو ډالرو ته رسيږي او له شپږو ملياردو ډالرو واردتو څخه يواځې په دريو ملياردو ډالرو يې له بهرڅخه نفتي توکي وارديږي.
دى وايي چې دافغانستان واردات اوصادرات يواځې په پاکستان پورې اړه نه پيداکوي، موږ له هند، ايران او د منځني اسيا له هيوادونو اوله نورو هيوادونو سره تجارتي راکړې ورکړې لرو.
د اقتصادي کاروپوهانو په باور، پاکستان په افغانستان کې دخپلو غوښتنو په تپلو سره چې دافغانستان زياتره ترانزيتي تړلتياوې له دغه هيواد څخه سرچينه اخلي؛ ددغې سبب شوى دى چې پاکستان افغانستان ته ډېرزيات صادرات ولري. په داسې حال کې   چې افغانستان پخوا د ايران  په چاه بهارکې په افغاني مديريت سره  د يو بندر په جوړولو او د يو ازاد ترانزيت د يوې  لارې دجوړولو په باب له ايراني مقاماتوسره تفاهم ته رسيدلى دى؛ خو ددغه شان يو بندر دجوړولو لپاره کارچې پنځوس کاله اجرائيوي ضمانت لري، ترلاسه لاندې نه دې نيول شوى.
سياسي کارپوهان  چاه بهار او ورته بندرونه له پاکستان سره له ترانيزيتي تړلتيا څخه دخلاصون لپاره ښه فرصت بولي چې بايدورڅخه ګټه واخيستل شي .

د افغانستان صادرات او واردات

افغانستان ته د پاکستان سمنټو واردات کم شوي دي

اکستاني رسنیو د دې هېواد د صنایعو مالکانو له قوله راپور ورکړی دی چې افغانستان ته یې د سمنټو په صادراتو کې ۴،۵ سلنه کمښت راغلی دی او د پاکستان د سمنټو کارخانو څښتنان له دې کمښت څخه اندېښنه لري.

پاکستانۍ «د نيشن» ورځپاڼې راپور ورکړی دی چې افغانستان ته تېر کال د سمنټو صادراتو کچه ۰،۱۷۴ ټنه ته رسېده خو په روان کال کې دا اندازه ۰،۱۶۶ ټنو ته راښکته شوې ده.

افغانستان ته د پاکستان د سمنټو صادارتو کچې کمېدو لامل په نورو هېوادونو له ډلې له تاجکستان څخه د سمنټو واردات ښودل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستانیو اوړه هم د افغانستان په بازارونو کې خپل ځای له لاسه ورکړی دی، اوس‎مهال تر ډېره له قزاقستان څخه افغانستان ته اوړه واردیږي.

د افغانستان د مرکزي احصايې د شمېرو له مخط په ۱۳۹۴ کال کې د افغانستان د اوړو اړتیا ۴ میلیونه او ۷۵۴ زره ټنه وه چې ۵۵۴ ټنه یې واردېدل او نور یې له کورنیو تولیداتو پوره کېده.

د مالوماتو له مخې کابو ۱۱ کاله مخکې ۲۵۸ زره ټنه غنم او اوړه له پاکستان، ۱۶۶ زره ټنه له قزاقستان او پاتې نور یې د ازبکستان، ایران، عربي متحده اماراتو او ترکمنستان ته افغانستان ته راوارېدېدل.

ویل کېږي چې په ۱۳۹۵ کال کې د اوړو لپاره د افغانستان اړتیا ۹،۵ میلیونه ټنه وه چې کابو ۴،۱ میلیون ټنه یې وارداتو پوره کېدل او نور یې له کورنیو تولیداتو پوره کېدل.

 په دې وروستیو کې د سند په ایالت کې د ځانمرګي برید څخه وروسته پر پوله پاکستان یو شمېر بندیزونه هم لګولي دي.

د پاکستان وروستیو اقداماتو د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې اړیکې اغېزمنې کړې او دې کار پاکستاني او افغان سوداګرو ته میلیونونه ډالره زیان اړولی دی.